د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د چينايي شرکت همکاري

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۲۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د خدماتو او املاکو رياست د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ساختمان د ترميمولو او رنګولو په اړه د چين بلاعوض مرستو شرکت سره توافق وکړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د املاکو او خدماتو له رئيس عبدالمطلب انصار سره په کتنه کې د چين بلاعوض مرستو شرکت ژمنه وکړه چې د یادې ادارې د ساختمان بېلابېلې برخې به ترميم او رنګ کړي.

تر دې مخکې د دغه چينايي شرکت مسوولينو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره په کتنو کې له یادې ادارې سره د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS