په کاپیسا ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۱:۳۳
د مجاهدین زده کړي

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرامونه پیل شول.

د کاپيسا ولايت د تخنيکي زده کړو د آمریت مسؤلین وايي، چې د یاد پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې يو شمېر سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د چمتو شوې طرحې له مخې به په ټول هېواد کې مجاهدين کولاى شي د تعليمي سویې د تثبیت وروسته د اداري او مديريت پروګرام د زده کړې په موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس محال په یو شمېر ولایتونو کې د مجاهدینو د روزنې پروګرام دوام لري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱
Background image

د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د تطبیق ورکشاپ تر سره شو

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د امارتي او خصوصي سکتور او ددې ادارې ترمنځ د ګډو همغږیو د رامینځته کولو لپاره " د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۶
Background image

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ کې د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې دوام

د خوست ولایت تحنیکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، د یاد تخنیکي مرکز د عملي زده کړو په چوکاټ کې د لیول کولو او د لیول ماشینونو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د خاورې او د هغې د ډولو په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولایت اړوند جنګل باغ تحقیقاتي فارم ته د علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولايت کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د خاورې او هغې د ډولونو په اړه په عملي بڼه روزنه. . .

BACK TO NEWS