د ننګرهار د چپرهار انستیتوت د محصلینو د زده کړو بهیر
د ننګرهار د چپرهار انستیتوت محصلینو ته د نباتاتو د اصلاح شوي تخمونو په اړه د یو علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار څیړنیز فارم کې روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د ښوونې په ترڅ کې د نباتي ناروغیو د مخنیوي او همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو د ډولونو په اړه توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د یادو مرکزونو د فارغانو لپاره د کارلټون زمین برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.