د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ډریوری کورس جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۳۴
tveta

مولوي محمد مصطفی محمدي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست، د همغږی مسؤل د پولیس ترافیکو له عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ډریورۍ کورس د پیلولو په هکله خبرې اترې وکړې.

له دې وړاندې د پولیس ترافیکو عمومي رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره د دغه ادارې کارکوونکو ته د ډریوری کورس جوړولو په هکله وعده کړې وه، په پلان کې ده چې دغه پروګرام رسما پیل شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه، خپلو کارکوونکو ته د لازمو آسانتیاو په برابرولو کې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS