د بلخ په سجاديه تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۲:۳۸
tveta

د بلخ ولايت د سجاديه تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ د برښنا او ساختماني انجينرۍ له څانګو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغه مراسمو کې ځايي چارواکو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی و.

د مراسمو په پيل کې د سجاديه تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ آمر احمد فواد فايق خبرې وکړې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اړه يې معلومات ورکړل.

ښاغلي فایق د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو او مشرانو د همکارۍ قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د علماوو شورا مرستیال ښاغلي عالمي بلخي د عصري او تخنیکي علومو روزنه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وبلله او له فارغانو یې وغوښتل چې په اسلامي او ایماني روحیې سره ټولنې ته خدمت وکړي.

نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي علومو پر ارزښت خبرې وکړې او په هېواد کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS