د ښکلو هنرونو او صنایعو په انسټيټوټ کې د لنډ مهاله حرفوي کورس پرانیستل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۲۹
د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټيټوټ

د ښکلو هنرونو او صنایعو په انسټیټوټ کې د موبایل ترمیم په برخه کې لنډ مهاله حرفوي کورس پرانیستل شو.

د دغه کورس د پرانیستلو په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون  رئیس مولوي عصمت الله منیر او د دغه ریاست نورو کارکوونکو هم حضور درلود.

دغه کورس د دریو میاشتو لپاره دی او تر ۱۰۰ څخه زیات کسان په کې روزل کیږي.

تر دې وړاندې هم دغه کورسونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یو شمېر مرکزونو کې په لاره اچول شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS