د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د تخار  ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې تر نوم لاندې تأسیس شوی، وروسته په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د تخار  ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۱۶) درسی او ادارې خونې او همدارنکه برښنا او اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د تخار  ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۹) تنه استادان، (۱) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د تخار  ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۹) تنه استادان لري، چې له دې جملې څخه یې (۸) تنه نارینه او (۱) ښځینه استاده د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۴۳۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د تخار  ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) عراده ټراکټور (۳) پایه د چورګوړو د ویستلو ماشیونونه او همدارنکه (۱) باب مجهز لابراتوار هم لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۴۳۴) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴۹) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.