د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ کرنې مسلکي‌ انسټیټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د عمومي کرنې او استاد شاگردی په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ کرنې مسلکي‌ انسټیټوټ ودانۍ (۱۰) درسی او ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ کرنې مسلکي‌ انسټیټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ کرنې مسلکي‌ انسټیټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (عمومي‌کرنه او استاد شاگردي) لري، چې (۳۱۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۳۱۸) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.