د کابل افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۷:۵
فراغت غونډه

د کابل افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو فراغت غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې ترسره شوه. د فراغت په دې دوره کې ۱۲۰ تنه د استاد شاګردي له ډيپارټمنټ او لنډ مهاله حرفوي کورسونو څخه فارغ شول.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه چې په اوسنيو شرايطو کې د هېواد د پرمختګ لپاره د تخنيکي او عصري علومو زده کړه ډېره مهمه ده.

ښاغلي فاضل همدارنګه وویل چې زموږ موخه ولس او هېواد ته خدمت دی او له ځوانانو یې وغوښتل چې له فراغت وروسته د ټولنې د خدمت لپاره کار وکړي.

د دغې برنامې په دوام کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ آمر تاج محمد تلاش خبرې وکړې او ويې ويل چې د مسلک او حرفې زده کړه د ځان بسياينې او د کار د پيدا کولو لپاره مهمه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS