د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې د کثیرالرشتوي انسټیټونو او مسلکي لېسو وضعیت وڅېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۴:۱۳
tveta

د کابل په ولسواليو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت د څېړنې په لړۍ کې د تخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او ددغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو له مرستيال مولوي غلام سعيد احساس سره  مل په قره باغ ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټونو او کلکان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغو دوو انسټیټونو عمومي وضعیت ارزونه وکړه او د دغه انسټیټونو په هکله یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تر اوسه د کابل په څو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څو مرکزونو وضعیت څېړل شوی دی.

په پام کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوی په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅېړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS