د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۷:۷
رهبری غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ د مرستيالانو په حضور کې ترسره شوه.

د دغه ناستې په پیل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او اړونده رئیسانړ د پرېکړو د تطبیق په هکله یې راپور وړاندې کړ.

ورپسې د تېر کال د لاسته راوړنو د راپور په هکله چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې کېږي، بحث وشو او د پلان ریاست د دغه راپور په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه په معارف تلویزیون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د نوښتګر زده کوونکو د معرفي کولو برنامې اړه هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه د زده کړیالانو نوښتونه چې باید معرفي شي، د رسنیو تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د غونډې په دوام کې له اجنډا سره سم معیاري انستیتیوت د جوړولو لپاره د بودجې د ټاکلو په موخه د مطالباتوکمیټې د سفر په شمول د ولایتي سفرونو په اړه بحث وشو.

د دغه غونډې د پرېکړې له مخې، د وخت او بودجې د سپما په خاطر باید د ادارې مطالباتو د بررسي کمېټه یوازې زونونو ته سفر وکړي.

د نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د خیر په دعا ویلو سره  پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS