د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډميکو چارو انسجام بورډ غونډه د حق الزحمه لایحې په اړه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۱:۱
Academic Board

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو انسجام بورډ ځانګړې غونډه د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د علمي کادرونو د حق الزحمه لایحې نهایي کولو په هکله بحث وشو.

ښاغلي احساس ټینګار وکړ چې دغه لایحه باید د شریعت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له موخو سره سمه وي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز وويل، چې حق الزحمه لایحه بايد داسې ترتيب شي، چې عدالت تامين شي او وړ کسان د حق الزحمه امتیاز ترلاسه کړي.

په دغه ناسته کې د یادې لایحې ټولې مادې کارشناسي او وڅېړل شوي او نیمایي یې هم نهایي شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د انجینري څانګې محصلینو ته د یاد ولایت نوآباد کلي ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د احاطې دیوال د نقشه کشۍ په اړه په عملي بڼه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۵۱
Background image

په کنړ ولایت کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام د پروژو دفاع کولو لړۍ پیل شوه

د کنړ ولایت په وټه پور زراعت مسلکي لیسه کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام د وروستي سمسټر په بار د پروژو دفاع کولو لړۍ نن پیل شوه. یاد پروګرام د مجاهدینو روزنیزې دورې په پای کې د نومړو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو لخوا د شاتو مچیو پالنه

د ننګرهار ولایت د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي ډول د مچیو پالنې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد محصلینو ته د درس په ترڅ کې د شاتو مچیو د ډولونو او د. . .

BACK TO NEWS