د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د بودجې د ویش په اړه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۶:۳۹
جلسه هیأت رهبری اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغه ادارې د مرستيالانو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې د ویش په اړه بحث وشو.

په پیل کې د بودجې آمر عبدالحمید وهاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د منظورې شوې بودجې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغه ادارې ټوله بودجه څه باندې یو میلیارد ۳۸۲ میلیونه افغانۍ ده.

ښاغلي وهاب د ټولو بودجوي کوډونو بودجه تشریح کړه او د غونډې برخه والو په دغه برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په ولايتونو کې د زده کړیالانو د بدل اعاشې لپاره د بودجې پر جدي څارنې ټينګار وکړ.

ښاغلي شهامت لارښوونه وکړه، چې د بودجې د سپما په موخه دې ولایتي سفرونه محدود او د ښوونیزو توکو د چمتو کولو لپاره دې کافي بودجه په پام کې ونیول شي.

د بودجې د ویش په نورو مواردو کې لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

BACK TO NEWS