د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان له رئیس سره یونسکو پلاوي وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۶:۸
دیدار هیأت یونسکو

د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) او ATR کمپنۍ یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ له رئیس ښاغلي مولوي نیک محمد نیکمل سره وکتل.

په دغه کتنه کې، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت د تحلیل په هکله خبرې وکړې.

د ATR موسسه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت د تحلیل پروژې مسولیت پرغاړه لري. دغه موسسه به له تودو سيمو څخه د غه ادارې د ښوونیزو مرکزونو د تحليل کار پيل کړي.

د يونسکو د ښوونې او روزنې د پروژې مسوول ښاغلي دنیس وويل چې دغه نهاد به  د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعيت له څيړنې وروسته؛ به د ظرفیت د لوړولو په برخه کې له دغه ادارې سره کار وکړي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ رئیس له دغه ادارې سره د یونسکو د همکاریو قدرداني وکړه.

هغه د لا زیاتې همغږۍ لپاره د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS