په بغلان کې له ۴۵ ورځني روزنیز برنامې څخه ۱۸ نوي ګمارل شوي کارکوونکي فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۹:۴۸
فراغت 18

د بغلان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا په یاد ولايت کې د مجاهدينو او د دولتي ادارو نويو ګمارل شويو کارکوونکو  ته ۴۵ ورځنى روزنيزه برنامه پاى ته ورسيده.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ۱۸ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته چې اکثره یې د اسلامي امارت مجاهدین دي، د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیزې برنامې جوړي کړي دي.

په دغو روزنیزو برنامو کې اداري او کمپیوټري مهارتونه تدریس شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS