له 200 څخه زياتو مثمرو ونو همکاري!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۸
chak

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مثمرو ونو د باغ سره د ميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ کثير الرشتوي انستيتوت آمر ښاغلي استاد مجيب الرحمن جواد د 210 مثمرو ونو همکاري وکړه چي ناک، آلوفارموسی، بادام، ګيلاس او شفتالو پکې شامل و، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت يې قدردانی وکړه او دعا یې وکړه چې الله (ج) یې په جاریه صدقه کې ورته حساب کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري د هدایت سره سم په ټولو ولاياتو کې د ونو ايښودو کمپاين پيل شوی چې تر اوسه پورې لسګونه زره ونې د استادانو، محصلينو او هيوادوالو په مرسته کينول شوې دي، چې دا کار د هیواد د بیا رغونې امیدونه زیات کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS