د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه
د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه چې په ۱۳۹۸ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، چې دا یو مسلکي لیسه دي، چې د عمومي کرنې او الکتروتخنیک په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي (لېسي دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.
لومړنې معلومات:
دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري (۳) درسي او ادارې، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه لري.
جوړښت اړوند معلومات:
د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۸) کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.
جنسیت له مخې استادانو تفکیک:
د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.
تحصیلي څانګې:
یاده لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنه او الکتروتخنیک) لري، چې (۵۸) تنه زده کوونکي په ذکر شویو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.
بدل اعاشه:
د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۵۸) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.