په خوست میخانیکي انسټیټوټ کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۰:۱۳

د خوست ولایت په میخانیکي انسټیټوټ کې د یاد ښوونیز مرکز د کارمندانو په همکارۍ د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

ټاکل شوې ده چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر وري «حمل» میاشتې پورې دوام وکړي، او د خوست میخانیکي انسټیټوټ شاوخوا ۱۲ جریبه ځمکه به په مثمر او غیرمثمره نیالګیو په کینولو سره سينګار شي.

د یوه نیالګي کینول، کولی شي د ککړتیا په له منځه وړلو او محو کولو کې اغیزمن رول ولوبوي، او سربیره پردې، دغه عمل ښکلا او سمسورتیا مینځ ته راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو او محصلینو ته غوره اکاډمیک او زده کړییز چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برق څانګې، دولسم ټولګي زده کونکو د « برقي موتورونو » په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کونکو ته د «. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د تخار ولایت په فرخار کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

د تخار ولایت په فرخار د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې د یاد ښوونیز مرکز د کارمندانو په همکارۍ د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو. ټاکل شوې ده چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر وري «حمل» میاشتې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د ښځینه محبوسینو لپاره لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس مسوولینو په همکارۍ ښځینه محبوسینو ته د لاسي صنایعو لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ د کاپیسا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS