د ASDP پروژې د طلباتو خبرتیا
د ا.ا.ا کابینې د ۱۴۴۴ کال، د ۱۸ شمېرې پریکړې پربنیاد د طلباتو د تثبیت او تضمین کمېټې خپل کار پیل کړی دی.
مګر دغه پروژه اسنادو او د ASDP کارکوونکو ته د لاسرسي نه لرلو له امله نه دي توانېدلي چې دغه پروژه تثبیت کړي.
په داسې حال کې چې د ASDP پروژې د قراردادي شرکتونو یو جدول یادې کمېټې ته په لاس ورغلی، په پام کې لري چې د هغه پربنسټ د پروژې د طلباتو د تثبیت بهیر پيل کړي.
له همدې امله د ASDP پروژې قراردادي شرکتونو ته خبر ورکول کیږي، که چېرې یاد شرکتونه کوم طلب ولري، د تثبیت لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او حسابي ریاست ته تشریف راوړئ.