د کنړ ولایت د نسوانو کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د کنړ ولایت د نسوانو کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کی تأسیس شو چې د اداره او تجارت، اداره او مدیریت، بانکدارۍ او محاسبې په څانګو کې له دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي ( د انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیربنایي)معلومات:

د کنړ ولایت د نسوانو کثیرالرشتوي انسټيټوټ پخپله مستقله وندانۍ او تعمیر نلری او خپل اداري او تدریسي چارې یی د کونړ ولایت د دارالمعلمین په ودانۍ کی پرمخ وړلی .

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت د نسوانو کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۸) تنه رسمي کارکوونکي لري. چې (۱) تن امر (۱) تن اداري کارکوونکی (۳) تنه استادان، او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

 د یاد انسټيټوټ په تشکیل کې (۳) تنه استادان شامل دي چی د امرثاني پورې یې تدریسي چارې بندې دي نو په همدی اساس یی د استادانو تقرر هم ندی تر سره شوی .

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ ( ۴) څانګې (اداره او تجارت، اداره او مدیریت، بانکدارۍ او محاسبه) لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.