د کندهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د کندهار ولايت له تخنيکي آمر کريم الله حميم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد جنوبي زون په استازيتوب ښاغلي حميم د تخنيکي او مسلکي آمریتونو ستونزې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپریت سره شريکې کړې.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې په ولایتونو کې د موسسو د همکارۍ څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلي شهامت د ولایتونو د تخنیکي آمریت د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دوی د ستونزو په حل کې به همکاري کوي.