د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو ته د کیمیاوي تعاملاتو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۷

د کاپیسا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد تخنیکي مرکز په لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد په دې درسي جلسه کې زده کوونکو ته کیمیاوي موادو د پيژندنې، د کیمیاوي موادو تعاملاتو او د موادو د کیمیاوي خاصیت په اړه په عملي ډول معلومات ورکړل.

همدارنګه په دې درسي جلسه کې د زده کوونکو ټولو پوښتنو ته ځوابونه وړندې شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS