د کاپيسا کوهبند ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې وضعیت وڅېړل شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تعیین شوی پلاوي د کاپيسا ولايت له تخنيکي آمر سره مل د دغه ولايت کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې څخه ليدنه وکړه.
دغه پلاوي د دغه لېسې له استادانو او زده کوونکو سره خبرې وکړې او د هغوي ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تعیین پلاوي د کوهبند کرنې مسلکي لېسې تدريسي بهیر د لا ښه والي په موخه استادانو ته لازمې لارښوونې وکړې.