د کابل ښار ابو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ

د کابل ښار ابو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ چې په ۱۳۶۲ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی د برښنا، اوبو سرچینو انجینرې او تجدید وړ انر‌ژۍ په څانګو کې له (۱۰)  تر (۱۴) ټولګي پوري (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار ابو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ ودانۍ (۳۸) درسي خونې لري. چې برښنا، اوبه او ورزشی ساحه یې له مهمو برخو شمیرل کېږي.

د جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ابو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ په ټوله کې (۷۸) تنه کارکوونکي لري چې (۴۱) تنه استادان، (۲۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

د جنسیت له مخې استادانو تفکیک: 

د کابل ښار اوبو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ په ټوله کې (۴۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۳۵) تنه نارینه استادان او (۶) تنه ښځینه استادانې دي.

تحصیلي څانګې: 

دغه انسټيټوټ (۳) څانګې (برښنا، اوبو سرچینو انجینرې او تجدید وړ انر‌ژي) لري چې (۴۱۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ښار اوبو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۲) بابه مجهز کمپیوټر لب، (۱) باب مجهز کتابتون او همدارنګه (۴) بابه مجهز ورکشاپونه لري.

بدل اعاشه: 

د کابل ښار اوبو، انرژۍ او برښنا انسټیټوټ (۴۱۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه يې (۱۲۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقله اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.