د کابل ولسوالیو د انسټیټونو د بیاکتنې ګډ پلاوي راپور وړاندې کړ
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته د کابل په ولسوالیو کې د انسټیټونو د وضعیت په اړه د بیاکتنې ګډ پلاوي راپور وړاندې کړ.
د نوموړي پلاوي په راپور کې ارقام او اطلاعات، د کابل په ولسوالیو کې د ۱۳ انسټیټونو وضعیت، امکانات او ستونزې شاملې دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د بیاکتنې ګډ پلاوي څخه مننه وکړه.
ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر کیفیت باندې کار وشي.