د کابل ولایت میخانیکي انسټيټوټ کې د موبايل ترمیم روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۳۸
TVETA

د کابل ولایت میخانیکي انسټیټیوټ مسولین په یاد ښوونیز مرکز کې د مبایل ترمیم د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د نوموړو په وینا، په دې پروګرام کې به زده کوونکو ته د درېیو میاشتو لپاره په عملي او نظري ډول د موبايلونو د ترميمولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شي، او نوموړي زده کوونکي به له فراغت وروسته په بازار کې د کار کولو وړتیا ترلاسه کړي.

حرفوي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې له بېلابېلو برخو څخه سلګونه تنه فارغ او په بازار کې په دندو ګمارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS