د کابل د اتومیخانیکي اکاډمۍ ستونزې وڅېړل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۶:۱۵
مشکلات اکادمیکی اتو میخانیکی کابل بررسی شد

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د کابل اتو ميخانيکي اکاډمۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه اکاډمۍ ستونزې وڅېړلې.

په لومړي سر کې ښاغلي احساس د اتومیخانیکي اکاډمۍ د اوبو څاه چې څو لسیزې وړاندې کیندل شوې وه لیدنه وکړه او د اوبو د کمښت د حل په موخه یې د فعالیدو امکانات و ارزول. د اتومیخانیکي اکاډمۍ آمر وویل، د دغه څاه د فعالولو لپاره د واټرپمپ او د ژوروالې زیاتوالې ته اړتیا لري.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز د اتو ميخانيکي پخوانۍ ودانۍ څخه هم ليدنه وکړه او د دغه ودانۍ، ځمکې او له امکاناتو څخه يې په اغيزمنه استفادې ټينګار وکړ.

 ښاغلي احساس د اتومیخانیکي اکاډمۍ له لیلیې څخه هم لیدنه وکړه او له زده کړیالانو سره یې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

 تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال اتومیخانیکي اکاډمۍ د ورکشاپونو وضعیت هم وڅېړه او د استادانو وړاندیزونه یې واورېدل.

 نوموړي په پای کې د اتوميخانيکي اکاډمۍ کرنیزو فارمونو له باغونو څخه ليدنه وکړه او په يادو فارمونو کې يې د اوبو د کمښت ننګونې ته په بېړنۍ توګه پر رسيدنه ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS