د کابل اتو میخانیکي اکاډمۍ کې د لنډ مهاله حرفوي کورس له لومړۍ دورې څخه ۷۰ تنه فارغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۵:۳۰
حرفوی برنامی فارغان

د کابل اتو میخانیکي اکاډمۍ کې د لنډ مهاله حرفوي کورس له لومړۍ دورې څخه ۷۰ تنه فارغ او په ورته وخت کې، د دغه کورس دوهم پړاو د ۱۰۰ نورو کسانو لپاره پیل شو.

په دغه ښوونیزه برنامه کې خیاطي حرفه تدریس کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک په اتو میخانیکي اکاډمۍ کې د لنډ مهاله حرفوي کورس د دویم پړاو د پیل په مراسمو کې وویل، خیاطي یو مناسب او ګټور کسب دی.

ښاغلي هوتک د لنډ مهاله حرفوي کورسونو اغیزمنتوب ته په اشارې سره وویل چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې دغه کورسونه پراخ کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په لنډ مهاله کورسونو کې د خیاطي، د موبايلو ترميم، فلزي کار او سولرو سيسټم تدريس کيږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئيس وويل چې دغه اداره هڅه کوي چې په لنډ مهاله کورسونو کې نوي څانګې جوړې او دغه کورسونه معياري کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS