د پلان ریاست د پرمختیایي پروژو د پلانونو په اړه د مالیې وزارت د پالیسۍ معاونیت سره غونډه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۶:۹
Plan Meeting

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ ریاست غونډه د مالیې وزارت د پالیسۍ معاونیت د عامه پانګونې او زیربناوو عمومي ریاست له فني کارکوونکو سره ترسره  شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۳ مالي کال د پروژو لپاره له مالیې وزارت څخه د پرمختیایي بودجې د غوښتنې په اړه بحث وشو.

د مالیې وزارت کارکوونکو وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د پالیسۍ پربنسټ په مهمو او ګټورو پروژو تمرکز شوی دی.

هغوی دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې دغه ډول پروژو ته لومړيتوب ورکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ ریاست تخنیکي ټیم او د بودجې آمریت هم د دغې ادارې د پرمختیایي پروژو طرحې تشریح کړې او په پای کې پریکړه وشوه چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره دغه پروژې کوم چې اقتصادي دي باید په ځانګړي فارمټ کې ځای پر ځای او راواستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS