د پغمان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ لنډه پیژندنه

د کابل ولایت دپغمان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په 1390 هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د ادارې اومدیریت، عمومی کرنه، اداره او تجارت،او استاد شاګردۍ په برخو کې د لسم څخه تر څوارلسم ټولکي پورې شاګردان او محصلینو ته د تخنیکي اږ مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ کثیرالرشتوی انستیتوت ځانته مستقله ودانۍ لري چی (23) درسي او اداري خونې په درلودو او همدارنګه د برښنا، اوبو او ورزشي ډګر په امکاناتو سمبال انسټیټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات:

دکابل ولایت د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (16) کارکونکي لري، چې (3) تنه اداری کارکونکي (3) تنه خدماتي کارکوونکي  او (10) تنه استادان پکې شامل دي.

دجنسیت له مخی د استادانو په اړه عمومي معلومات :

یاد انسټيټوټ ( ۱۰) تنه استادان لري چې ټول له نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي او تعلیمي څانګې :

ياد انستیتوت (4) څانګې  چې د (اداره اومدیریت،اداره اوتجارت،عمومي کرنه،او استاد شاګردي) څانګې پکې شتون لري او (290) تنه محصلین او متعلمین په ذکر شویو څانګو کې په تخنیکي،مسلکي،علمي او عملي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

نوموړی انسټيټوټ  (۲۹۰) زدکړیالان لري چې هیڅ  زده کړیال د بدل اعاشې په لیست کې شامل نه دی.

تجهیزات:

دپغمان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انستیتوت دمحصلینو او متعلمینو دعملي زده کړو لپاره مجهز کمپیوتر لب،مجهزکتابتون او همدارنګه دکرنۍ اوباغدارۍ په برخه کې مجهز لابراتوارلري

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د خپلو تخنیکي او مسلکي زده کړو له لارې د هېوادوالو لپاره د دکار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.