د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۱:۲۰
TVETA

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ددې ولایت اداري اصلاحاتو آمریت سره په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ.

په دې سیمینار کې د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لسګونو کارمندانو ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې نوموړو ته د ارزونې اهمیت او اصولو په اړه زده کړه ورکړل شوه.

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو په وینا؛ د دې روزنیز سیمینار د ترسره کېدو موخه د کارمندانو د پوهې کچه لوړول او په دې آمرت کې د کاري چارو پرمختګ ویل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري په دوامداره توګه هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو سره د یادې ادارې د کارمندانو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS