د ننګرهار د تخنيکي زده کړو مرکزونو د آزموينو له بهير څخه مالي او اداري چارو مرستيال لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۲۸
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د ننګرهار ولايت يو شمېر تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آزموينو له بهير څخه څارنه وکړه.

نوموړي د کرنې او وترنرۍ، ادارې او حسابدارۍ، میخانیکي انسټيټونو او همدارنګه د کرنې مسلکي لېسې د آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه او له محصلینو او استادانو سره یې د پوښتنو طرحه کولو او روڼتیا پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

 په تودو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د  کال۱۴۰۲ کال د لومړي سمسټر آزموینې د مرغومې میاشتې په دویمه پیل شوې او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر ۱۵ مې نېټې دوام وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال په تودو سیمو کې د آزموینو له بهیر څخه د څارنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS