د نابینایانو مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د خوراکي توکو ویش
یوې مرستندویې موسسې د کابل ولایت د ناشنوایانو انسټیټوټ پر شاوخوا ۴۰۴ تنو زده کوونکو خوراکي توکي او وريجې وویشلې.
دکابل ولايت دتخنيکي آمریت مسوولين وايي چې دغه خوراکي توکي نن د مرستندویې موسسې د استازو په شتون کې پر زده کوونکو وويشل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د غوږ او لید د معلولیت لرونکو کسانو د روزنې لپاره ځانګړي ښوونیز مرکزونه لري.