د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړې حصې کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړې حصې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د بهسودو کرنیزې لیسې په نوم تاسیس شو، او په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د بهسودو لومړې حصې کثیرالرشتوي انسټیټوټ په کچه وده ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ادارې او مدیریت، عمومي کرنې، اداره او تجارت، ساختماني انجینیرۍ، برق انجینرۍ او کمپیوټر ساینس په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ د ۲۰ جریبو په مساحت یوه قطعه ځمکه لري چې تر اوسه یې د ودانۍ د جوړیدو چارې ندي بشپړې شوې او د عمومي تعلیماتو په ودانۍ کې خپل ښوونیزې چارې پر مخ وړي چې یاده ودانۍ (۶) درسي او اداري خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړې حصې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې یو (۱) تن آمر، (۲) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۲) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۶) څانګې ( اداره او مدیریت، عمومي کرنه، اداره او تجارت، ساختماني انجینرۍ، برق انجینرۍ او کمپیوټر ساینس) لري او (۱۱۱) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د یاد انسټيټوټ د(۱۱۱) تنو محصلینو له جملې څخه (۷) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

کمپیوټر لب:

نوموړی انسټيټوټ د خپلو محصلینو د عملي زده کړو لپاره یو باب مجهز کمپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.