د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د کارموندنې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۵۵

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو لپاره د «کارموندنې» ترعنوان لاندې سیمینار ترسره کړ ترڅو ددې ښوونیز مرکز محصلین وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

په دې ښوونیز سیمینار کې محصلینو ته د یاد تخنیکي مرکز د استادانو له لوري د کارموندنې او اشتغال‌رامینځته کولو اړوند بیلابیل موضوعات تشریح شول.

محصلینو هم د کارموندې اړوند برخه کې خپلې پوښتنې شریکې کړې چې د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.

د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا د دې ښوونیز سیمینار د ترسره کیدو موخه د محصلینو د پوهاوي کچې لوړول او همدارنګه په مستقیم ډول نوموړو ته د کار بازار د ننوتلو لپاره زمینې برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغت

په کونړ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې د مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه. دغه غونډه د کارکوونکو چارو او تدارکاتي موضوعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۵
Background image

د لغمان ولایت تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د ودانیو د برق کشۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د ودانیو د برق کشۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. دغه‌رازلارښود. . .

BACK TO NEWS