د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر
د لوګر ولایت اړوند تخنيکي لېسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د یاد ولايت د برښنا رياست ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د "سولر سيسټم" په اړه روزنه ورکړل شوه.
نوموړو په یادې درسي جلسه کې د سولر اجزاوو او په عملي ډول د "سولر سیسټم" نصبولو په اړه روزنه ولیده.
دغه راز لارښود استاد زده کوونکو ته د لمریزې برښنايي انرژۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د لمریزې برښنايي انرژۍ اهمیت ورځ په ورځ زیاتیږي او د دې انرژۍ د کارولو لګښت هم کم دی.