د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د جراحۍ په برخه کې په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د جراحي د ګنډلو د اهمیت او د جراحي د ګنډلو د ډولونو په اړه محصلینو ته مفصل معلومات ورکړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.