د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنيکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهير
د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د برښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ کې د برښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
نوموړو محصلينو د یاد تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې چې په بريښنايي وسايلو سمبال دی، د بريښنا او د بريښنا د اندازه کولو وسايلو په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکوته د بریښنا اندازه کولو وسایلو د اهمیت په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبېږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.