د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنري انسټیټوټ محصلینو د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۸

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د څارویو د التهابونو او ناروغیو د تشخیص په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د ناروغیو د تشخیصي ماشینونو په کارولو سره په څارویو کې د التهابونو او ناروغیو د تشخیص او درملنې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنري انسټیټوټ محصلینو د څارویو ناروغیو د تشخیص په اړه روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د څارویو د التهابونو او ناروغیو د تشخیص په اړه په عملي بڼه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست ددې ادارې مرکزي هستې اجرائيه مدیرانو لپاره د پاور پاینټ سافټویر په برخه کې یو پرمختللی روزنیز پروګرام ترسره کړ. په دې پروګرام کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري ناشنوایانو «کاڼو» ته د معیاري انسټیټوټ پرانیستل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ترکیې هیواد «تیکا» موسسې سره په همکارۍ، په کابل ښار کې د ناشنوا«کاڼو» وګړو لپاره د غوره زده کړو وړاندې کولو په موخه څلور معیاري ټولګي پرانیستل. د. . .

BACK TO NEWS