د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام لړۍ وڅیړل شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکی او مسلکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام لړۍ څخه څارنه وکړه.
نوموړي له مجاهدينو سره په ليدنه کې مجاهدینو ته څرګنده کړه چې «مجاهدين بايد ددې فرصت څخه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري ورته رامینځ ته شوی په سمه توګه ګټه پورته کړي. »
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵ زره تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.