د فارياب کثیر الرشتوي انسټيټيوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهير

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۲
TVETA

د فارياب ولايت مرکز د کثیرالرشتوي انسټيټيوټ د برق انجنيرۍ څانګې محصلينو ته د بريښنايي موتورونو په اړه زده کړه ورکړل شوه.

دا درسي جلسه کې، چې د فاریاب د کثیرالرشتوي انسټيټيوټ په برښنایی لابراتوار کې جوړ شوې وه، استاد محصلینو ته د درې فازه  برقی موترونو د عملیې او د کارولو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه په دې درسي جلسه کې د برښنا په برخه کې د محصلینو ټولو پوښتنو او سوالونو ته ځواب ورکړل شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS