د غور ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ

د غور ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۸هجري لمریز کال کې د لیسې په کچه تاسیس شو او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې انسټيټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې د (لېسې او انسټیټوټ دورو) کې زده کوونکو او زده کړیالانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي معلومات:

دا انسټيټوټ (۱۰) جریبه ځمکه او یو باب درې پوړه ودانۍ لري چې په (۱۸) درسي او اداري خونو کې خپل تدریسي چارې پرمخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات:

د غور ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې(۲۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۳) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۵) خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو د تفکیک عمومي معلومات:

دا انسټیټوټ (۱۳) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې :

دا انسټيټوټ دوه څانګو ( عمومي کرنه او وترنرۍ) لري او (۲۲۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په نوموړو څانګو کې په زده کړو بوخت دي.

لابراتوار:

دا انسټيټیوټ د خپلو محصلینو د عملي روزنې لپاره یو (۴) بابه مجهزلابراتوارونه لري.

بدل اعاشه :

د غور ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ (۲۲۵) زده کوونکي او زده کړیالان لري چې له دې جملې څخه (۲۴) تنه یې د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.