د غور تخنیکي انسټیټوټ زده کوونکو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۱:۱۲
TVETA

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له زده کوونکو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د غور ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د یو علمي سفر په چوکات کې د نوموړي ولایت مرکز ته لاړل او د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه یې په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو د عملي زده کړو په جریان کې د عملي کارونو په ترسره کولو سره خپله پوهه زیاته کړه او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم له لارښود استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، په همدې اساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS