د غزني تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مسوولينو سره وکتل
د غزني ولايت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شيرمحمد عمري د یاد ولايت اطلاعاتو او فرهنګ له مرستيال مولوي فدايي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي عمري د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کړنو او د ځوانانو روزنې په هکله خبرې وکړې.
نوموړي د غزني ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستیال تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د یاد رياست د همکاريو ډاډ ورکړ.