د شاه او عروس بند ته د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ د محصلینو علمي سیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۲:۲۳
انرژی و آب

د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ د اوبو د سرچینو ډیپارټمنټ محصلینو د یو علمی سفر په ترڅ کی د کابل د شاه او عروس له بندونو څخه لیدنه وکړه.

دغه علمي سیر د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو یوه برخه ده.

په دغه علمي سیر کې محصلین سره استادانو او انجینرانو ملتیا کوله او د یو شمېر مهارتونو د ترلاسه کولو تر څنګ یې د شاه او عروس بند په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د دغه بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوی او تر اوسه یې ۹۷ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د شاه او عروس بند د ۳۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS