د رستاق کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د میوو پروسس

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۰:۳۱
TVETA

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته د میوه جاتو د «مربا» جوړولو په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه.

د کرنې سوداګرۍ څانګې استاد په یادې درسي جلسه کې محصلینو ته د میوو د تهیې او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي وويل، د ميوو پروسس د ميوو خرابوالي د مخنيوي او په هېواد کې د کروندګرو (دهاقینو) د عايد د زياتوالي لپاره ډېر مهم او اړين دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې په دندو ګمارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۲
Background image

د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د سمنګان ولایت د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۱۹
Background image

د سرپل د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د نباتاتو پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس پر مهال محصلینو ته د نباتاتو د آفتونو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه. د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو. . .

BACK TO NEWS