د دشت قلعه ولسوالۍ د کرنې د مسلکي انسټيټوټ په انګړ کې ۱۰۰ نیالګي کېښودل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۵۹
takhar

د نيالګيو کښېنولو د کمپاين په ترڅ کې د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ د کرنې د مسلکي انسټیټوټ په انګړ کې سل زينتي نيالګي کېښودل شول.

په دغه کمپاين کې چې د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمریت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د دغه ادارې د نورو رياستونو او آمریتونو په همغږي پيل شوى، څه باندې ٢٤ زره نيالګي په کابل او نورو ولايتونو کې کښېنول شوي دي.

د دغه کمپاین موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تعلیمي مرکزونو کې د زرغونې فضا پراخول دي.

دغه نيالګي په مرکز او ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو له خوا چمتو شوی دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS