د خوست میخانیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې
د خوست د میخانیکي انسټیټوټ ساختماني څانګې محصلینو د عملي زده کړو په ترڅ کې د ودانۍ په نقشه کار وکړ.
دوی په دغه درسي جلسه کې، دوی زده کړه کړل چې څنګه کرښه رسم کړي او څرنګه د ودانۍ نقشه په عملي ډول پلي کړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څو محصلین له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار په بازار جذب شي.