د تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۳
TVETA

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د برقي مقاومتونو مسلسل او موازي اتصال په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د برقي مقاومونو د مسلسل او موازي اتصال په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه. د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ زده کونکو ته د اصلاحي او فکري روښانتیا « تنویر» پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ د زده کونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا « تنویر» لپاره اصلاحي او ښوونیز پروګرام ترسره کړ. په دې پروګرام کې یو شمیر مقاماتو لکه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوي نورالله صلاح‌الدین امیني په بلخ ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون د رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دې مراسمو کې چې د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS