د ترنم او فرهنګ ریاست له خوا د "حسان" ادبي بهیر پروګرام ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۵۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ترنم او فرهنګ ریاست د فرهنګي- ادبي پروګرامونو د لړیو په دوام د "حسان" ادبي بهیر ادبي خپرونه ترسره کړه.

په دې پروګرام کې د هېواد يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو ګډون درلود او نوموړو په دې غونډه کې پر بېلابېلو ادبي موضوعاتو خبرې او د نظرياتو تبادله وکړه.

په دې مراسمو کې ويناوالو په ادبياتو کې د نثر او نظم پر اهميت خبرې وکړې.

د یادې ادبي غونډې په دوام کې شاعرانو او ترنم ویونکوو د خپلو شعرونو او ترنمونو په اورولو سره یې د ګډونوالو ادبي تنده خړوبه کړه او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS